explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې کله یو سړی په خپلې کورنۍ لګښت کوي چې نفقه یې پرې واجب ده، لکه میرمن یې، مور او پلار یې، اولادونو یې او داسې نورو او پدې سره یې نیت الله تعالی ته نږدیوالی او له هغه څخه د اجر غوښتل وي نو د نوموړي انسان لپاره دا صدقه ده.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په کورنۍ باندې په مصرف کولو سره د ثواب ترلاسه کول.
  • مؤمن په خپل عمل سره د الله جل جلاله خوښي او له هغه څخه اجر او ثواب غواړي.
  • هر کار باید په ښه نیت سره وشي، چې لدې څخه په کورنۍ باندې د لګښت کولو پر مهال نیت هم دی.