explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافق حال بیانوي او دا چې - منافق - لکه د هغه پسه په څېر دی چې زړه نازړه وي؛ نه پوهیږي چې د کومې رمې پسې شي، کله دې رمې پسې ځي او کله بلې پسې، نو دوی د ایمان او کفر تر منځه زړه نازړه دي، نو نه خو دوی په ظاهر او باطن کې له مؤمنانو سره دي او نه په ظاهر او باطن کې له کافرانو سره دي، بلکې په ښکاره له مؤمنانو سره دي او په باطن کې په شک او تردید کې دي، نو کله دوی - مؤمنانو - ته تمایل کوي، او ځینې وختونه - کافرانو - ته تمایل کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه، - د اورېدونکو ذهن ته - د معنا د نږدې کولو لپاره د مثالونو وړاندې کول دي.
  • د منافقینو د حالت - زړه نازړه توب، شک او بې ثباتۍ - بیان.
  • د منافقانو د حالت په اړه خبردارۍ او په ظاهر او باطن کې د رښتینولۍ او په ظاهر او باطن کې د ایمان هوډ ساتل.