رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهليت د زمانې د خلکو له ځينو کړنو څخه منع فرمایلې او پدې وینا سره یې خبرداری ورکړی چې: هغه زموږ څخه نه دی: لومړی: څوک چې غومبري وهي، او غومبری یې ځکه یاد کړ چې غالبا همدا ځای وهل کیږي، کنه د ټول مخ له وهلو منع راغلې ده. او دویم: ګرېوان څیري کوي، ګرېوان هغه ځای دی چې په جامه کې د سر ننویستلو لپاره پرېښودل کیږي، دا کار د زیاتې بې صبرۍ له امله کوي. او دریم: د جاهلیت د زمانې په الفاظو غږ پورته کول لکه د تعصب په پلمه د پلرونو او نیکونو یادول، یا د هلاکت او تباهۍ خېرا غوښتل او یا زړه بوګنوونکي خاطرې رایادول او یا په مړي ستاینې کول او د هغه مېړانې او محاسن یادول او داسې نور..