ابن عباس رضي الله عنهما فرمایي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په حجة الوداع کې د قربانۍ په ورځ د جمرة العقبې د ویشتلو په سهار و. نو امر یې ورته وکړ چې کنکرې/ګیټۍ ورته راټولې کړي، نو هغه ورته اووه کنکرې راټولې کړې چې حجم یې د نخود یا چڼې په اندازه و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې ونیولې بیا یې وښوځولې او ویې وییل: د دې په اندازه (ګیټو) ویشتل وکړئ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له افراطیت، تشدد او په دیني چارو کې له حد څخه د اوړېدلو په اړه خبرداری ورکړ (او ویې وییل:) پخواني امتونه په دین کې له حد څخه په تجاوز، افراطیت او تشدد له امله تباه شوي دي.