ابن عباس - رضي الله عنهما - دا آیت کریمه داسې تفسیروي: دغه معبودان چې الله تعالی یې په اړه یادونه کړې ده، د نوح - علیه السلام - قوم یې په اړه یو بل ته په خپلو کې په پرلپسې توګه د عبادت سپارښتنه وکړه، وروسته لدې چې د هغوی پيغمبر نوح - علیه السلام - هغوی په الله تعالی له شرک څخه منع کړل- ویې ویل - دا په اصل کې د هغوی د نیکانو خلکو نومونه دي ، هغوی شیطان تیرویستل تر دې چې د - نیکانو- مجسمې یې نصب کړې، دا خبره دې حد ته ورسیده چې په بتانو واوښتل او له الله پرته یې عبادت وشو.