رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره ابو طالب ته د مرګ په حال کې ورغی او ورته یې وویل: اې کاکا د "لا إله إلا الله" کلمه ووایه، چې د الله په وړاندې پرې ستا لپاره ګواهي ورکړم. نو ابوجهل او عبدالله بن ابي اميه وويل: اې ابو طالبه! ته د خپل پلار عبدالمطلب دين پريږدې؟! چې هغه د بتانو عبادت دی، نو تر هغه یې ورسره خبرې روانې وې، تر دې چې وروستۍ خبره یې ورته وکړه چې هغه: د عبدالمطلب د دين پيرو دی، د شرک او د بتانو د عبادت دین. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه به درته تر هغه پورې د بخښنې دعا غواړم، تر څو مې چې رب منع کړی نه یم، نو همغه و چې د الله تعالی دا وینا نازل شوه. {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ} [التوبة: 113] [د نبي او مومنانو لپاره په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي که څه هم خپلوان يې وي وروسته له دې چې د هغوی لپاره څرګنده شوه چې هغوی دوزخيان دي]. او د ابو طالب په اړه د الله تعالی دا قول نازل شو. {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ} [القصص: 56]، [پرته له شکه ته هغه څوک په سمه لیار نشې روانولای چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي په سمه لیار يې روانوي، او هغه پر لار موندونکو ښه پوه دی]. ته هدایت نه شې کولای هغه چا ته چې غواړې هدایت وکړې، بلکې پر تا پېغام رسول دي او الله چې چا ته وغواړي هدایت ورته کوي.