رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمن چارې او ښو حالاتو ته حیرانتیا کوي، دا ځکه چې هره چاره یې په ګټه ده او دا ځانګړتیا له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته. که خوښي ور ورسیږي نو د الله شکر ادا کوي چې د شکر په پایله کې ورته اجر رسیږي. او که مصیبت ور ورسیږي نو صبر کوي او اجر یې له الله څخه غواړي، نو د صبر په پایله کې ورته اجر رسیږي، یعنې دا چې په هر حال کې اجر ورکول کیږي.