explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بنده خپل رب ته تر ټولو نږدې هغه مهال وي کله چې دی سجده کوي، ځکه چې بنده د سجدې کولو پر مهال کې د خپل بدن تر ټولو غوره او عزتمن غړي - په تواضع، عاجزي او خاکسارۍ سره - الله تعالی ته په ځمکه ږدي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سجده کې په ډېرې دعا کولو باندې امر کړی دی، (ځکه) پدې سره الله تعالی ته په وینا او عمل دواړو سره یو ځای عاجزي ترسره کیږي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • اطاعت بنده الله ته ډېر نږدې کوي.
  • په سجده کې د ډېرو دعاګانو مستحب والی؛ ځکه چې (سجده) د دعا د قبلېدو له ځایونو څخه یو دی.