له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الدُّعَاءُ لاَ يُرَدُّ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ».
"د اذان او اقامت تر منځ دعا نه ردیږي".
صحيح دی - أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان او اقامت تر منځ د دعا فضیلت بیان کړی او فرمایلي یې دي چې نه ردیږي او خامخا قبلیږي، نو په دې وخت کې د الله تعالی نه دعا وغواړئ.
د حديث له ګټو څخه
د دعا لپاره د دې وخت فضیلت.
کله چې دعا کوونکی د دعا ادبونه مراعت کړي، غوره ځایونه او وختونه وپلټي، د الله تعالی له نافرمانۍ ځان وساتي، په شکونو او شبهو کې له لویدو ځان وساتي، په الله تعالی نېک باور ولري، نو ډېره نږدې ده چې د الله تعالی په امر یې دعا قبوله شي.
مناوي رحمه الله د دعا د قبلېدو په اړه فرمایي: د دعا د شرطونو، ارکانو او ادابو له پوره کولو وروسته دعا قبلیږي، که چېرته له دې څخه کوم یو کم و، نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي.
د دعا قبلېدل: یا به یې دعا ژر تر ژره قبوله شي، یا به ورڅخه د ورته شر مخه ونیسي او یا به ورته اجر په آخرت کې خوندي شي، دا ټول کارونه د الله تعالی د حکمت او رحمت مطابق تر سره کیږي.