explain-icon

تشریح

کله به چې د روژې وروستۍ لسیزه راورسېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په عبادت او اطاعت کې ډېر زیار ویسته او د ښېګڼې د اعمالو په ډولونو کې به یې د نورو نیکو عملونو په پرتله له حده زیاته مبالغه کوله، دا د دې شپو د عظمت او فضیلت او د لیلة القدر د لاندې کولو پسې د هڅې له امله.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د روژې په مبارکه میاشت کې په عمومي توګه او په وروستیو لسو ورځو کې په ځانګړې توګه زیاتې نیکۍ او اطاعت ته د خلکو هڅول.
  • د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزه له یوویشتمې شپې څخه د میاشتې تر پای پورې وي.
  • د طاعت لپاره د غوره وختونو څخه ګټه پورته کول مستحب دي.