نبي صلی الله علیه وسلم به چې کله د رمضان وروستۍ لس ورځې داخلې شوې، نو ټوله شپه به یې په ډول ډول عبادتونو سره تېروله، خپله کورنۍ به یې د لمانځه لپاره راویښوله، او په عبادت کې به یې له معمول څخه زیات کوښښ کاوه، ځان به یې عبادت ته وزګار کړ، او له خپلو مېرمنو به یې ځان ګوښه کاوه.