د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه ځینو سړیو خوب ولید چې د قدر شپه د رمضان د میاشتې په وروستیو اوو شپو کې یوه ده. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ګورم چې ستاسو خوبونه د رمضان د وروستیو اوو شپو په اړه سره یو شی دي، نو څوک چې د قدر شپې پسې ګرځي، او غواړي چې پیدا یې کړي، نو د موندلو پسې دې په زیات عبادت او نېکو عملونو سره کوښښ وکړي، او تمه شته چې دا شپه په همدې وروستیو اوو شپو کې وي، او دا وروستۍ اووه شپې داسې پیلېږي چې: که چېرې رمضان دېرش ورځې وي، نو دا شپې د څلورویشتمې شپې نه پیلېږي، او که چېرې میاشت نهه ویشت ورځې وي، نو له درویشتمې شپې څخه پیلېږي.