ام المؤمنین ام سلمه رضي الله عنها وایي چې هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو ځل اورېدلي و چې فرمایل یې: هر مسلمان ته چې یو مصیبت ورسېږي او هغه څه ووایي چې الله تعالی یې ورته ویل روا کړي دي: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156] (اللهم أجرني) ای الله ماته اجر راکړې، او ماته زما د صبر اجر راکړې، (في مصيبتي) زما په هغه مصیبت کې چې رارسېدلی دی (وأخلف لي) او په بدل کې یې (خيرًا منها) له هغه غوره راکړې، مګر دا چې الله تعالی به په بدل کې له هغه غوره ورکړي. وایي: کله چې ابو سلمه وفات شو نو ما وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟! هغه خو لومړنی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې هجرت وکړ، خو بیا الله راسره مرسته وکړه او ما وویل (یعنې دا دعا مې وکړه) همغه و چې الله تعالی په بدل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ، چې له ابو سلمه څخه غوره دی.