رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته سبا ورځ مدینې منورې ته څېرمه د خیبر ښار په یهودانو د مسلمانانو د بریا خبر ورکړ او دا چې دا کار به د هغه چا په لاس کېږي چې دی به هغه ته بیرغ ورکوي، هغه چې پوځ یې د نښان په توګه کاروي، د دې سړي یوه ځانګړتیا دا ده چې هغه له الله او رسول سره مینه لري او الله او رسول یې ورسره مینه لري. او عمر بن الخطاب رضي الله عنه یادونه وکړه چې هغه هېڅکله مشري نه ده خوښه کړې پرته له دې ورځې چې ده ته ورکړل شي، په دې هیله چې کوم څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله او د هغه د رسول د مینې په اړه وویل هغه تر لاسه کړي، نو له دې امله عمر رضي الله عنه ځان نیغ کړ تر څو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم وګوري؛ پدې هیله چې د مشرۍ لپاره بلنه ورکړي، او لیوالتیا یې درلوده او ټینګار یې کاوه چې بیرغ ورکړل شي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابی طالب رضي الله عنه راوبله او بیرغ یې ورکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته امر وکړ چې له لښکر سره حرکت وکړي او کله چې دښمن سره مخ شو نو؛ جګړه به نه دروي؛ نه به دمه کوي او نه به سولې ته غاړه ږدي، تر څو الله تعالی د لویو برجونو او قلاګانو فتح او بریا ورنصیب کړي او پر دښمن یې برلاسی کړي. نو علي رضي الله عنه روان شو، بیا ودرید خو شاته یې ونه کتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت ونه شي او په لوړ غږ یې وویل چې: اې د الله رسوله! د څه له امله له خلکو سره وجنګېږم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر هغه ورسره وجنګېږه چې په دې خبره ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا ومنل او په اسلام کې داخل شول؛ نو ستا څخه یې خپلې وینې او مالونه په امن کې کړل او پر تا حرام شول؛ مګر دا چې په حقه وي؛ یعنې دا چې که چېرته جرم او یا تیری وکړي او بیا د اسلام د قوانینو پر بنسټ د وژلو مستحق وګرځي، او حساب به یې له الله سره وي.