د مؤمنانو له مور عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې جامع ځواب ورکړ، او پوښتونکي ته یې په قرآن کریم حواله ورکړه؛ هغه کتاب چې د کمال ټول صفتونه پکې دي، نو ویې فرمایل چې: د هغه اخلاق قرآن و، په هغه څه چې قرآن امر کړی هغه یې عملي کړي، او له هغه څه چې قرآن منع فرمایلې، ډډه یې ترې کړې ده، نو په قرآن عمل کول، د هغه له حدودو سره ودرېدل، په ادابو یې ځان سنګارول، له کیسو او مثالونو څخه یې عبرت اخیستل د هغه اخلاق و.