رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې د الله تعالی سره د مسلمان د عمل بدله د هغه د عمل له جنس څخه ده چې د نورو مسلمانانو سره یې کوي؛ نو چا چې د یو مسلمان څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړه، د الله تعالی بدله به دا وي چې د اخرت له سختیو به ترې یوه سختي لرې کړي. او چا چې د یو تنګلاسي سره اساني وکړه او ستونزه یې ورحل کړه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې اساني راولي. او چا چې پر یو مسلمان پرده واچوله، داسې یو څه یې ولیدل چې افشا کول یې ښه نه وي لکه: تېروتنه او پښه خویېدنه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې پرده واچوي. او الله تعالی به تر هغه وخته پورې د بنده مرستندوی وي، تر څو چې بنده په دیني او دنیوي چارو کې د خپل (مسلمان) ورور مرستندوی وي، او مرسته په دعا، ځان، مال او داسې نورو سره کېږي. او څوک چې د شرعي علم د زده کړې په لار کې ووت، په داسې حال کې چې موخه یې د الله تعالی رضا وي، نو پدې سره به ورته الله تعالی د جنت لار اسانه کړي. او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې د الله تعالی د کتاب په تلاوت او خپلمنځي تدریس نه راټولیږي، مګر دا چې سکون او عاجزي به پرې نازل شي او د الله تعالی مهرباني به یې وپوښي، پریښتې به یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی به یې هغه ته په نږدې خلکو کې ستاینه وکړي، او همدا درناوی بنده ته بسنه کوي چې الله تعالی یې په پورتنیو مخلوقاتو یادونه وکړي. د چا چې عمل نېمګړی وي، د هغه چا مرتبې ته به ونه رسېږي چې عملونه یې کړي وي، نو په کار ده چې څوک په نسب او د پلرونو په ښه مخینه بسنه ونه کړي او عمل ترې نېمګړی پاتې نه شي.