له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه ته یو مکاتب راغی (هغه غلام چې بادار سره یې د یو څه مال په بدل کې د ازادولو لیکنه کړي وي) نو ویې ویل: زه د خپلې لیکنې د پوره کولو څخه عاجز شوی یم، نو مرسته راسره وکړه، هغه ورته وویل: آیا داسې یو څه کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر د غره په اندازه قرض وي نو الله تعالی به یې درڅخه پرې کړي، هغه وویل: «ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه». حسن - الترمذي روایت کړی دی
explain-icon

تشریح

امیر المؤمنین علی بن ابي طالب رضي الله عنه ته یو غلام راغی چې د خپل بادار سره یې هوکړه کړې وه خپل ځان ترې وپیري او آزاد یې کړي تر څو خپلواک شي، حال دا چې پېسې یې نه درلودې، نو ویې ویل: زه د خپل حق له پرېکولو عاجز یم، نو په پرېکولو کې یې راسره مرسته وکړه، یا په تعلیم او لارښوونې، نو امیر المؤمنین ورته وفرمایل: آیا تاته داسې کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر نومي غره په اندازه قرض وي، کوم چې د طیئ قبیلې سره تړاو لري؛ نو الله تعالی به یې درڅخه ادا کړي او خپلو مستحقانو ته به یې ورسوي، او د هغوی له ذلت څخه به دې وژغوري، هغه وویل ووایه: (اللهم اكفني) ای الله زما بساینه وکړه، او ما لرې کړه او واړوه (بحلالك) ستا په حلالو سره چې مستغني شم پرې (عن) له : (حرامك) دې چې ستا په حرامو کې واقع شم، (وأغنني) او ما بې نیازه کړه (بفضلك) ستا په سخاوت او مهربانۍ سره مې د بل هر چا له مرستې پرته غني کړه.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د پوهې او دین له خاوندانو سره مشوره کول او د هغوی نظر غوښتل.
  • علماوو او د الله د دین بلونکو ته پکار ده چې خلکو ته سمه لار وښيي، لارښوونه یې وکړي، او هغوی ته هغه طریقې وښيي چې د ستونزو په وخت کې ورسره مرسته کوي.
  • د مکاتب (هغه غلام چې بادار سره یې د یو څه مال په بدل کې د ازادولو لیکنه کړي وي) سره مرستې ته هڅوونه.
  • د دې دعا زده کولو او له الله تعالی څخه پرې سوال کولو ته هڅوونه.
  • حلال رزق، که څه هم لږ وي، له حرام مال څخه غوره دی، که څه هم ډېر وي.
  • د مخلوق پر ځای په الله تعالی تکیه کول.
  • په نېک چلند سره د سوال کوونکي جوابول، کله چې د ورکولو لپاره څه نه لرې.
explain-icon

نور