رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته او د هرې شپې په ماښام کې له لمر لوېدو مخکې درې ځلې (بسم الله) ووايي: یعنې د الله په نوم مرسته غواړم او ځان پرې له هر ضرري څیز څخه ساتم، هغه ذات چې له نوم سره یې هېڅ شی ضرر نه شي رسولی که څه هم هر څومره لوی وي؛ نه په ځمکه کې او هغه آفتونه چې ترې راوځي او نه په اسمان کې او هغه آفتونه چې ترې رانازلېږي، او هغه زمونږ ویناوو لره اورېدوکی او په احوالو مو پوه دی. چا چې دا دعا د شپې له خوا وویله نو تر سهاره به ورته هېڅ آفت نه رسیږي، او چا چې د سهار له خوا وویله نو تر بېګا پوری به ورته هېڅ آفت نه رسیږي. نو د حدیث راوي چې أبان بن عثمان دی فالج وواهه؛ هغه ناروغي چې د بدن یو اړخ پکې لوېږي، نو هغه سړي چې دا حدیث یې له أبان څخه اورېدلی و أبان ته به یې په تعجب سره کتل! نو هغه سړي وویل: ولې راګورې؟! قسم په الله چې پر عثمان مې دروغ نه دي ویلي، او نه عثمان پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې الله راته لیکلي و، داسې ورځ وه چې زه غصه شوی وم، نو راڅخه هېر شول چې دا یاد اذکار ووایم.