رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د استغفار لپاره کلمې دي او په هغو کې تر ټولو غوره او لویه د بنده لپاره دا ده چې ووایي: "اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت خلقتني وأنا عبدك وأنا على عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ ما اسْتَطَعْتُ أعوذ بك من شر ما صنعتُ أَبُوءُ لك بنعمتك عليَّ وأَبُوءُ لك بذنبي فَاغْفرْ لي فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت" نو بنده لومړی د الله جل جلاله په یووالي اقرار کوي او دا چې الله جل جلاله یې پيدا کوونکی او معبود دی، شریک نه لري او دا چې دی د الله سره په خپلو ژمنو د توان تر کچې ولاړ دی؛ ځکه بنده که څومره عبادت هم وکړي بیا هم نشي په عبادت کې د الله تعالی ټول اوامر پر ځای کړي او نه شي کولی د الله د هغو نعمتونو پوره شکر ادا کړي چې شکر ویستل یې پرې واجب دي، نو باید چې الله تعالی ته رجوع وکړي او هغه ته پناه یوسي، ځکه الله هغه ذات دی د بنده له شر څخه ورته پناه وړل کیږي. او دی هغه ته په خپله خوښه د هغه په نعمتونو اقرار کوي او په خپلې ګناه او سرغړونو اقرار کوي. الله جل جلاله ته لدې ننواتو وروسته له خپل رب څخه دا دعا غواړي چې د ګناهونو په پټولو سره ورته بښنه وکړي او په خپلې بخښنې، فضل او رحمت سره یې د ګناه له بديو وژغوري ځکه چې له هغه لوی څښتن پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا دعا د سبا او بیګا له اذکارو څخه یوه ده، نو څوک یې چې په یقین سره ووایي، له ایمان سره یې معنا په زړه کې راولي او د ورځې په پیل کې یې د لمر راختلو او زوال تر منځه ووايی، چې دا د ورځې وخت دی، بیا مړ شي نو دی به جنت ته داخل شي. او چا چې بیګا مهال وویله، یعنې د لمر له ډوبېدو څخه تر سهار راختلو پورې او بیا له سبا کېدو مخکې مړ شو، نو جنت ته داخل شو.