رسول الله صلی الله علیه وسلم یهودو او نصاراوو ته په سلام له پیلولو څخه منع فرمایلې ده، اګر که دوی اهل ذمه هم وي، دا خو لا پریږده چې نور کفار وي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا په ډاګه کړې ده چې کله موږ له هغوی سره په لار کې مخ شو نو لاره پرې تنګوو، ځکه مؤمن د لارې په منځ کې ځي او څوک چې باید غاړې ته شي هغه کافر دی، او مسلمان باید په هېڅ حالت کې ذلیل پاتې نه شي.