explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د خپلوانو سره پرېکون کوي او د هغوی واجب حقونه نه ادا کوي، یا یې ازار کړي او بد چلند ورسره وکړي، نو هغه د دې مستحق دی چې جنت ته داخل نه شي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • خپلوي پرې کول له کبیره ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
  • خپلوي پالل له دود سره سم کیږي، ځکه چې ځایونو، وختونو او خلکو ته په لیدو سره توپیر لري.
  • خپلوي پالل په تګ او راتګ، صدقې، نیکۍ کولو، د ناروغ پوښتنې کولو، هغوی ته په نیکۍ امر کولو او له بدیو څخه په منع کولو او داسې نورو کارونو تر سره کیږي.
  • خپلوي پرې کول چې څومره له نږدې خپلوانو سره وي همغومره یې ګناه سخته ده.