explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت او دوزخ انسان ته دومره نږدې دي لکه د پښې پر څټ د بوټانو تسمې چې نږدې دي، ځکه چې کله هغه داسې یو عمل وکړي چې الله جل جلاله پرې خوښیږي، نو له امله یې جنت ته ځي او يا ګناه وکړي چې له امله یې دوزخ ته ځي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • ښه کار ته هڅول که لږ هم وي او له بد کار څخه وېرول که لږ هم وي.
  • مسلمان باید په خپل ژوند کې امید او وېره سره یوځای کړي، او تل له الله تعالی څخه وغواړي چې په حق یې ثابت ولري، ترڅو نجات ومومي او په خپل حال مغرور نه شي.