ابو قتاده الانصاري رضي الله عنه د یو قرضدار په لټه کې و چې ترې پټېده، هغه یې وموند، نو قرضدار ورته وویل: زه نادار یم او ستا د پور د ادا کولو لپاره پیسې نه لرم. نو ابو قتاده رضي الله عنه ورته قسم ورکړ چې پيسې نه لري؟ نو په الله یې قسم وکړ چې په خپله وینا کې ریښتونی دی. ابو قتاده رضي الله عنه وايي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدلي چې ویل یې: که څوک خوښ ګڼي او خوشحالېږي چې الله جل جلاله یې د قیامت د ورځې له سختیو او وحشتونو څخه وساتي نو د تنګ لاسي پوروړي سره دې سختي نه کوي، یعنې نېټه دې ورته اوږده کړي او پور دې ترې ورورسته وغواړي، او یا دې ورته د پور یوه برخه او یا ټول وبخښي.