رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې: صدقه مال نه کموي، بلکي له هغې څخه آفتونه لرې کوي او الله تعالی یې خاوند ته په بدل کې لوی خیر ورکوي، نو دا زياتوالى شو، نه کموالى. او د غچ اخستلو او یا رانیولو د توان سره سره بخښنه کول د انسان قوت او عزت زیاتوي. او هېڅوک د الله جل جلاله لپاره عاجزي او خاکساري نه کوي؛ نه د چا له وېرې، نه د جوړ جاړې په خاطر او نه د هغه څخه د ګټې په لټه کې، مګر دا چې د هغه اجر به د مرتبې او شرف لوړېدل وي.