explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې جبرائیل علیه السلام ورته په تکرار سره د ګاونډي په حق ټینګار وکړ - او ګاونډي هغه څوک دی چې کور ته دې نږدې وي؛ خواه که هغه مسلمان وي یا کافر، خپلوان وي او که نه وي - چې حق یې وساتل شي او ازار نه شي، نیکي ورسره وشي او په آزار یې صبر وشي، ( ټینګار تر دې حده و چې ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ګمان وکړ چې د ګاونډي لوی حق او د جبرائیل علیه السلام ټینګار کیدی شي د دې لامل وګرځي چې وحي پرې نازله شي او ګاونډي ته له مرګ نه وروسته په پاتې مال کې برخه ورکړل شي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د ګاونډي د حق عظمت او د مراعتولو وجوب.
  • د ګاونډي په حق کې پر وصیت ټینګار؛ هغه ته د درناوي، ورسره محبت ساتلو او نیکۍ کولو غوښتنه کوي، او ( تر څنګ یې) له هغه څخه د ضرر دفع کولو، د ناروغتیا پر مهال پوښتنې کولو، د خوښۍ پر مهال مبارکۍ ویلو او د غم پر مهال تعزیت ویلو غوښتنه کوي.
  • څومره چې د ګاونډي دروازه نږدې وي، هغومره یې حق زیات دی.
  • د شريعت بشپړتیا؛ چې هر هغه څه ته شامل دی چې د ټولنې اصلاح، له ګاونډيانو سره نیکي کول او ورڅخه ضرر لرې کولو ته شامل دي.