نبي صلی الله علیه وسلم د قیامت د ورځې ځینې حالتونه بیان کړل: او دا چې خلک به له قبرونو راپاڅول شي او د حساب لپاره به راټول کړی شي، په داسې حال کې چې پښې به یې لوڅې وي، او بربنډ به وي کالي به نه لري، او ناسنته به وي لکه مور چې زېږولی و، کله چې أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها دا خبره واورېده، نو په حیرانتیا سره یې وویل: اې د الله رسوله! آیا ښځې او سړي به ټول یو بل ته ګوري؟! نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته روښانه کړه چې د قیامت د راټولېدو حالت او له مرګه وروسته راپورته کېدل دومره سخت او وېروونکي دي چې خلک به دومره بوخت وي، چې د یو بل عیبونو ته د کتلو فرصت به نه لري.