explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې؛ هغه خلک چې په نورو رحم کوي، نو رحمان ذات پر هغوی رحم کوي چې رحم یې له هر څه پراخه دی، بدله د عمل سره برابره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې په ټولو مخلوقاتو د رحم کولو امر وکړ؛ که هغه انسان، یا حیوان، یا الوتونکی مرغه او یا نور داسې ډول ډول مخلوقات وي، او د دې بدله دا ده چې الله تعالی به په تاسو باندې د اسمانونو له پاسه رحم وکړي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د اسلام دین د رحم دین دی، او هغه ټول د الله تعالی په اطاعت او مخلوقاتو سره په نیکۍ کولو ولاړ دی.
  • الله تعالی په رحمت سره یاد شوی دی، او هغه پاک ذات رحمان او رحیم دی، بندګانو ته د خپل رحمت رسوونکی دی.
  • بدله د عمل له جنس څخه وي، نو رحم کوونکو باندې الله رحم کوي.