explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم غیب ویونکي ته له ورتګ څخه خبرداری ورکوي، او عراف : د غیب ویونکي، نجومي، په شګو کې خطونه کښونکی او داسې نورو کسانو ته وییل کیږي چې په غیبو د پوهېدلو لپاره پورته شیان کاروي - او کله چې څوک له دوی څخه یوازې پوښتنه وکړي (پرته لدې چې باور پرې وکړي) نو پوښتونکی به الله جل جلاله د څلویښتو ورځو لپاره د هغه د لمانځه له ثواب څخه محروم کړي او دا د هغه لپاره د دې لویې ګناه د کولو سزا ده.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • غیب ویونکي (کاهن) ته تلل او له هغوی څخه د غیبو په اړه پوښتنه کول حرام دي.
  • ځیني وختونه یو انسان د اطاعت له ثواب څخه د ګناه په کولو سره محرومیږي.
  • حدیث برجونو او په برجونو کې کتلو ته شاملیږي (لکه د سرطان، اسد او داسې نور برجونه)، همدا رنګه د ورغوي لوستل (کف شناسي) - که څه هم یوازې د کتلو په موخه وي او باور پکې شتون ونه لري- ځکه دا ټول د غیب وییل او په غیبو د پوهېدلو له ادعا کولو څخه دي.
  • کله چې دا د هغه چا سزا وي چې غیب ویونکي ته ورځي، نو خپله د غیب ویونکي سزا به څنګه وي؟
  • د څلویښتو ورځو لمونځ یې له غاړې ساقطیږي او قضا راوړل یې پرې نشته، خو ثواب یې نه کیږي.