ابو سعید الخدري رضي الله عنه خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې پېغلې نجلۍ په پرتله ډېر حیا کوونکی و چې واده شوي نه وي او د سړیو سره یې ژوند نه وي کړی، بلکې په خپل کور کې په پرده کې ناسته وي، د هغه د زیاتې حیا له امله به یې چې کله داسې یو څه ولېدل چې کرکه به یې ترې کوله نو رنګ به یې تغیر شو او خبرې به یې نه کولې، بلکې صحابه کرامو به له هغه شي نه کرکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې پېژندله.