له عاېشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دعاګانو کې جامعې او لنډې خو اغېزمنې دعاګانې غوره ګڼلې او له دې پرته به یې نورې پرېښودلې.
صحيح دی - ابو داود او احمد روايت کړی دی
د نبي صلی الله علیه وسلم به هغه دعاوې خوښېدې چې د دنیا او آخرت خیر پکې یو ځای شوی وي، الفاظ یې لږ وي خو معنی یې ډېره وي، او د الله تعالی ثناء (ستاېنه) او نېکې غوښتنې پکې وي، او نورې خبرې پکې نه وي.
د حديث له ګټو څخه
د دعا کولو لپاره لږ خو له خېر څخه ډک الفاظ غوره کول مستحب دي، او د ډېرو جوړو شوو، تکلفي او پېچلو الفاظو کارول ناخوښ ګڼل شوي دي، ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقي (سنت) څخه مخالف عمل دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په جوامع الکلم ( ډېرو معنا لرونکو خبرو) ځانګړتیا ورکړل شوې وه.
د هغو دعاوو پيروي کول چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت وي، که څه هم اوږدې وي او ډېر الفاظ ولري، ځکه دا ټولې د خیر جامعې (شاملې) دعاګانې دي.