رسول الله صلى الله عليه وسلم په ذلت او خوارۍ د اخته کېدو ښېرا وکړه تر دې چې لکه خپله پوزه یې چې په خاورو ککړه کړي وي - او دا کار یې درې ځلې تکرار کړ - نو پوښتنه ترې وشوه چې: دا څوک دى اې د الله رسوله ؟ چې ښېرا مو ورته وکړې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چا چې مور او پلار دواړه او یا یو له دوی څخه په بوډاوالي کې لاندې کړل او جنت ته د داخلېدول سبب یې نه شول؛ ځکه چې نیکي یې ورسره نه کوله او د دوی نافرماني یې کوله.