رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولیده چې په چپ لاس یې خوراک کاوه، نو امر یې ورته وکړ چې په ښي لاس خوراک وکړي، سړي په کبر او درواغو سره ځواب ورکړ چې نه شي کولای! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښېرا وکړه چې په ښي لاس له خوراک کولو څخه محروم شي، نو الله تعالی - د هغه سړي په حق کې - د خپل پېغمبر بد دعایي قبوله کړه او د هغه سړي ښی لاس شل شو چې له هغه وروسته یې بیا د خوراک او څښاک لپاره پورته نه کړ.