رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په دې سترو کلماتو سره د الله جل جلاله یادول له دنیا او څه چې پکې دي غوره دي او هغه (کلمې) دا دي: "سبحان الله": له نیمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله پاکوالی. "الحمد لله": له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د هغه ستایل. "لا إله إلا الله": له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته. "الله أكبر" الله جل جلاله له هر شي لوی او ځواکمن دی.