explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: الله جل جلاله خوښوي چې له هغو رخصتونو څخه یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي لکه په احکامو او عباداتو کې تخفیف او د عذر پر مهال په مکلف باندې اسانتیا راوستل - لکه د لمانځه قصر او یا په سفر کې - د لمونځونو - جمع کول. لکه څرنګه چې خوښ ګڼي عزیمت یې پر ځای شي لکه واجب کارونه، ځکه په رخصت او عزیمت دواړو کې د الله تعالی حکم یو دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله تعالی رحمت پر خپلو بنده ګانو او دا چې هغه پاک ذات خوښ ګڼي له هغو رخصتونو یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي.
  • د دې شریعت بشپړتیا، او له مسلمان څخه یې د سختۍ لرې کول.