فاطمه بنت حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل: زما وینه نه دریږي او همداسې جاري وي تر دې چې د حيض نېټه هم تېره شي، نو آیا حکم یې د حيض حکم دی چې لمونځ پرېږدم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هغه د استحاضې وینه ده چې په حقیقت کې د ناروغۍ وینه ده او په رحم کې د یو رګ د پرې کېدو له امله رامنځته کېږي او د حېض وینه نه ده. نو کله چې د حیض وخت راشي چې ته به پکې د میاشتني عادت له مخې حیض کېدلې مخکې لدې چې دا ناروغي درته پیدا شي، نو لمونځ، روژه او هر هغه کار پرېږده چې حیض لرونکي ترې د حېض پر مهال منع شوي دي. او کله چې د هغه نیټې په اندازه وخت پای ته ورسیږي، نو ته به له حېض څخه پاکه شوې یې، نو د وینې ځای ومینځه، بیا دې ټول ځان په بشپړه توګه ووینځه چې بې اودسي درڅخه لاړه شي، بیا لمونځ وکړه.