explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د اصولو او آدابو په نظر کې نیولو سره اودس وکړي نو دا د ګناهونو او خطاګانو د بخښلو لامل ګرځي «تر دې چې ګناهونه یې» د دواړو لاسونو او دواړو پښو د نوکانو له لاندې برخې څخه هم وځي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • له سنتو او آدابو سره د اوداسه زده کړې ته هڅول او عمل پرې کول.
  • د اوداسه فضیلت، او دا چې (اودس) د وړو ګناهونو لپاره کفاره ده، او کوم چې لوی ګناهونه دي نو د هغوی لپاره توبه ضروري ده.
  • د ګناهونو د وتلو لپاره په بشپړه توګه د اودس کول شرط دی، چې پرته له نیمګړتیا څخه وشي؛ لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی.
  • په دې حدیث کې د ګناهونو کفاره د لویو ګناهونو څخه د ځان ساتلو او ورڅخه توبې ویستلو پورې مقیده ده، الله تعالی فرمایلي: (إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ) [النساء:31]. یعنې: (كه چېرته تاسو له هغو غټو ګناهونو څخه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع شوې یاست (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو).