عمرو بن عامر له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کوي فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه، ما وویل: تاسو به څنګه کول؟ هغه وویل: زمونږ څخه به یو تن تر هغه پورې په - یو اودس سره لمونځونه کول - تر څو به یې چې اودس مات شوی نه و.
صحيح دی - بخاري روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرض لمانځه لپاره اودس کاوه، اګر که اودس به یې مات شوی هم نه و؛ دا - کار به یې د - اجر او فضیلت د لاسته راوړلو په خاطر کاوه.
په یوه اودس سره له یو فرض لمونځ څخه زیات لمونځونه کول روا دي، تر هغه وخته چې اودس ولري.
د حديث له ګټو څخه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر عمل داسې و چې د هر لمانځه لپاره به یې اودس کاوه؛ تر څو بشپړ -اجر تر لاسه کړي -.
د هر لمانځه لپاره اودس کول مستحب دي.
په یو اودس سره له یو څخه زیات لمونځونه کول روا دي.