نبي ﷺ خبر ورکړی چې په پخوانیو امتونو کې یو پاچا و، او هغه یو جادوګر درلود، کله چې جادوګر زوړ شو، پاچا ته یې وویل: زه زوړ شوی یم، نو یو ځوان راولېږه تر څو هغه ته جادو ورزده کړم. پاچا یو ځوان جادوګر ته واستاوه چې زده کړه ترې وکړي، د هلک په لاره کې یو راهب و چې له هغه سره به کښېناسته او دهغه خبرې به یې اورېدې، نو خوښې یې شوې، نو هر ځل به چې د جادوګر پر لور تللو له راهب سره به کښېناسته، خو کله به چې ناوخته ورسېده، جادوګر به واهه، نو هغه دا خبره راهب ته وکړه. راهب ورته وویل: که له جادوګره وېرېدې، وایه کورنۍ مې اېسار کړی وم، او که له کورنۍ وېرېدې، وایه جادوګر اېسار کړی وم، نو دی په همدې حال کې و چې یوه ورځ یې یو لوی حیوان ولید چې خلک یې د لارې تېرېدو ته نه پرېښودل، نو ویې ویل: نن به معلومه کړم چې جادوګر غوره دی که راهب؟ نو یوه ډبره یې راواخیسته او ویې ویل: اې الله! که د راهب کار تا ته د جادوګر له کاره غوره وي، نو دا حیوان ووژنه تر څو خلک تېر شي، نو په ډبره یې ووېشت او حیوان یې وواژه او خلک تېر شول، بیا راهب ته ورغی او کېسه یې ورته وکړه، راهب ورته وویل: اې زویه! ته نن ورځ له ما څخه غوره یې، او داسې مقام ته رسېدلی یې چې زه یې وینم، نو ته ازماېل کيږي، خو چې وازمویل شوې، ما چاته ونه ښایي، هلک به ړانده او د برګي ناروغان رغول او د الله په اجازه به یې د خلکو د بېلابېلو ناروغیو درملنه کوله، د پاچا یو نږدې کس چې ړوند شوی و خبر شو، نو له ډېرو ډالیو سره هلک ته ورغی او ورته ویې ویل: دا ټولې ډالۍ ستا دي، که تا زه روغ کړم. هلک وویل: زه څوک نه رغوم، بلکې الله شفا ورکوي، نو که ته په الله ایمان راوړې، زه به دعا وکړم او الله به دې روغ کړي، نو په الله یې ایمان راوړ او الله روغ کړ، بیا پاچا ته ولاړ او لکه مخکې به چې کېناسته، ورسره کېناست، پاچا ترې وپوښتل: چا دې سترګې بېرته درته راوګرځولې؟ هغه وویل: زما رب، پاچا وویل: ایا ستا لپاره له ما څخه پرته بل رب هم شته؟ هغه وویل: زما رب او ستا رب الله دی. پاچا هغه ونیوه او تر هغه وخته یې ځوراوه تر څو هلک یي ور وښوده، هلک راوستل شو، پاچا ورته وویل: زویه! ته په جادوګرۍ کې داسې مرحلې ته رسېدلی یې چې ړانده او د برګي مرض والا ناروغان رغوې، او بېلابېل کارونه کوې. هغه وویل: زه څوک نه رغوم، بلکې الله شفا ورکوي، نو پاچا راونیوه او تر هغه وخته یې ځوراوه چې راهب یي ور وښود. نو راهب راوستل شو او ورته وویل شول: له خپل دین څخه تېر شه، خو هغه ونه منله، نو آره یې راوغوښته او د هغه د سر په منځ یې کېښوده او دوه تکړي یې کړ. بیا د پاچا نږدې کس راوستل شو او ورته وویل شول: له خپل دین څخه تېر شه، خو هغه هم ونه منله، نو د سر په منځ یې ورته آره کېښوده او دوه تکړي یې کړ. بیا هلک راوستل شو او ورته ویل شول: له خپل دین څخه تېر شه، خو هغه ونه منله، نو هغه یې خپلو ځینو کسانو ته وسپاره چې د دریو او لسو تر منځه وو. ویې ویل: فلاني او فلاني غره ته یې یوسئ، غره ته یې پورته کړئ، کله چې پورته څوکي ته ورسېدئ، نو که له خپل دین څخه وګرځید (پرې یې ږدئ ) کنه راویې غورځوئ، نو هلته یې بوته او غره ته یې وخېژاوه. هلک وویل: اې الله! څنګه چې غواړې له دوی څخه مې وساته، نو غر په شدّت ولړځېد، هغوی ترې ولوېدل، او هلک په سلامتۍ سره د پاچا مخې ته راغی. پاچا ترې وپوښتل:ستا په ملګرو څه وشول؟ هلک وویل: زه الله له هغوی څخه وساتلم. نو خپلو ځینو کسانو ته یې وسپاره، او ویې ویل: دی یوسئ او په کوچنۍ کېښتۍ کې سپور کړئ، د دریاب منځ ته یې ورسوئ، که له خپل دین څخه تېر شو، خوشې یې کړئ، که نه، په بحر کې یې وغورځوئ. هغوی هلک کېښتۍ کی سپور کړ، هلک وویل: «اې الله! زما ساتنه وکړه د هغوی پر وړاندې لکه څنګه چې غواړې، نو کښتۍ چپه شوه، هغوی ډوب شول، او هلک په سلامتۍ د پاچا مخې ته راغی. پاچا ترې وپوښتل: ستا په ملګرو څه و شول؟ هلک وویل: زه الله د هغوی څخه وساتلم، بیا هلک پاچا ته وویل: ته ما نه شې وژلی، تر څو هغه کارونه ترسره کړې چې زه یې درته وایم. پاچا وویل: هغه څه دي؟ هلک وویل: خلک په یوه ښکاره (همواره) سیمه کي راټول کړه، او ما د ونې پر ډډ په دار وځړوه، بیا زما له ځولۍ یو غشی راواخله، په کمان کې یې کېږده، او ووایه: د الله په نوم، هغه ذات چې د دې هلک رب دی، بیا پرې ما ووله، نو که ته داسې وکړې، زه به ووژل شم، نو خلک یې راټول کړل، هلک یې د ونې پر تنې وځړاوه، غشی یې راواخېست، په کمان کې یې کېښود، بیا یي وویل: د الله په نوم چې د دې هلک رب دی، بیا یې پرې هلک ووېشت، غشی د هلک د سترګو او غوږ تر منځه ځای کې ولګېد، نو هلک په خپل زخم لاس کېښود او مړ شو. خلکو وویل: موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی، موږ د هلک په رب ایمان راوړی. نو پاچا ته خلک راغلل او ورته وویل شو، له څه نه چې ویرېدې همسې وشول؟ په الله قسم، پر تا هغه څه وشول چې ته ترې وېرېدې، هغه دا چې خلک ټول د هلک پیروان شول او د هغه په رب یې ایمان راوړ. نو پاچا امر وکړ چې د لارو په دروازو کې دې لوی اوږده خندقونه وکېندل شي، نو اور پکې بل کړی شو، بیا یې وویل: څوک چې له خپل دین څخه نه ګرځي، هغه پکې وغورځوئ، نو هغوی هغه څه وکړل چې پاچا یې امر کړی و، تر دې چې یوه ښځه راغله او له ځان سره یې یو ماشوم درلود. هغه ودرېده، نو ځای پر ځای ودرېده او اور ته له ننوتلو یې کرکه وکړه، نو ماشوم یې مور ورته وویل: ای مورې! صبر وکړه، بېشکه ته پر حقه یې.