له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي چې فرمایل يې: «الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي». صحيح دی - او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم دعا وکړه چې الله تعالی دې هغه چا ته په دې دنیا کې ښایست، خوشحالي او ښکلا ورکړي، او په اخرت کې دې هغه چا ته د جنت ښایست، نعمتونه او تازه ګي ورسوي چې د هغه حدیث واوري، یاد یې کړي او نورو ته یې ورسوي، کېدای شي هغه څوک چې حدیث ورته رسول شوی وي، له اورېدونکي څخه ښه پوه او ځیرک وي، نو لومړی کس په حفظ او روایت کې مهارت لري، او دویم کس په پوهه او استنباط کې.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د نبوي سنت پر حفظولو او خلکو ته یې په رسولو کې ټېنګار.
  • د اهل الحدیثو فضیلت او د حدیث د زده کړې عزت.
  • د هغو علماوو د فضیلت بیان چې د استنباط او پوهې خاوندان دي.
  • د صحابه کرامو فضیلت؛ همدوی وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې حدیثونه اورېدلي او موږ ته یې رارسولي دي.
  • المناوي ویلي: په دې سره یې څرګنده کړه چې د حدیث د راوي لپاره فقاهت (په حدیث پوهه) شرط نه دی، بلکې شرط یې حفظ دی؛ او فقيه ته په کار دي چې په حدیث ښه پوه شي او تدبر پکې وکړي.
  • ابن عیینه ویلي: داسې څوک نشته چې د حدیث زده کړه کوي، مګر دا چې د دې حدیث له امله به یې پر مخ کې ښایست (نضارت) ښکاري.
  • د محدثینو په نېز حفظ دوه ډوله دی: د زړه او سینې حفظ (یادښت)، او د کتاب او لیک حفظ (لیکلی یادښت)، او دواړه ډولونه د حدیث په دعا کې شامل دي.
  • د خلکو پوهې سره متفاوتې دي؛ نو کېدای شي یو چاته ته چې حدیث رسول شوی، هغه تر اورېدونکي ډېر پوه وي، او کېدای شي یو څوک د فقهې حامل وي، خو خپله فقیه نه وي.