نبي صلی الله علیه وسلم د هغه چا د حالت په حېرانتیا سره مثال ورکړ چې له هغه هدایت څخه ګټه اخلي چې هغه پرې رالېږل شوی او انسان خپل منزل ته رسوي، او د شرعي علم مثال یې د هغې ځمکې سره ورکړ چې ډېر باران پرې وشي، نو په درې ډوله شي: لومړی ډول: پاکه او ښه ځمکه ده چې د باران اوبه مني، ډېرې تازه او وچې میوې رازرغونوي او خلک ترې ګټه اخلي. دویم ډول: داسې ځمکه ده چې اوبه ساتي خو بوټي پرې نه زرغونېږي، اوبه ساتي تر څو یې خلک وڅښي او خپل څاروي او کروندې پرې خړوب کړي. دریم ډول: هواره او خویه ځمکه ده چې نه اوبه ساتي او نه پرې کښت زرغونېږي، نو نه ترې خپله ګټه پورته کوي او نه خلک. نو همدا د هغو خلکو حال دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه علم او هدایت په اړه یې اورېدلي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې رالېږل شوی دی. نو لومړی: هغه عالم دی چې د الله په دین پوه وي، په خپل علم عمل کوي او نورو ته یې ورزده کوي؛ نو دی د هغې ګټورې ځمکې په څېر دی چې اوبه څښي، هم ځانته ګټه رسوي او هم په حاصل ورکولو سره نورو ته ګټه رسوي. دویم: هغه څوک دی چې علم یې زده کړی وي خو پوهه او استنباط ترې نه لري؛ نو دی د پوهې راټولونکی او وخت پرې لګوونکی دی، خو د علم په نوافلو یې عمل نه دی کړی او یا یې د هغه څه په اړه پوهه نده ترلاسه کړې چې راټول کړي یې دي، نو دی د بل لپاره وسیله ده او د هغې ځمکې په څېر دی چې اوبه پکې پاتې کېږي او خلک ترې ګټه اخلي. درېیم: هغه څوک دی چې علم اوري، خو نه یې حفظوي، نه پرې عمل کوي او نه یې نورو ته رسوي؛ نو دی د هغې خویه ځمکې په څېر دی چې بوټي پکې نه وي او نه اوبه مني او یا یې په نورو خرابوي.