رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې له هغه وروسته یې داسې فتنه او امتحان ندی پریښی چې د سړیو لپاره زیان رسوونکې وي لکه څومره چې ښځې دي، که چېرته یې له کورنۍ څخه وي، نو له شریعت څخه د سرغړونو له امله به د ده لپاره امتحان وي، او که ترې پردۍ وي نو د اختلاط او خلوت او هغه فسادونو له امله چې لدې دواړو څخه رامنځته کیږي د ده لپاره فتنه او امتحان وي.