امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه د صحابه کرامو رضی الله عنهم په ډله کې ناست و، نو هغوی ته یې وویل: په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د فتنو په اړه څه اورېدلي دي؟ ځینو یې وویل: موږ ترې اورېدلي چې د فتنو یادونه یې کوله، نو عمر رضي الله عنه وویل: کېدی شي ستاسو موخه هغه فتنه وي چې له امله یې یو سړی د خپلو نږدې کسانو اړوند له ازموینې سره مخ شي لکه: د ښځې او یا اولاد سره د ډېر مینې له امله، یا دا چې سختي پرې کوي، او یا ورسره له ډېرې ښېګڼې کولو څخه په نورو کارونو بوخت شي، یا د هغوی د حقونو په پوره کولو، د هغوی په روزنه او تعلیم کې د غفلت له امله، په ورته ډول، د یو سړي په خپل ګاونډي او داسې نورو کې فتنه، شاید ستاسو مطلب دا وي؟ هغوی وویل: هو، نو ویې ویل: دا خو هغه فتنې دي چې محاسبه غواړي او له ډلې یې هغه ګناهونه دي چې تمه شته په نیکیو سره وبخښل شي لکه: په لمانځه، روژې او صدقې سره. خو په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د عامو فتنو یادونه یې کړې وي، هغه چې ډېرې سختې او لوې وي او ډېر خپرېدل یې خلک داسې وارخطا کوي لکه د دریاب څپې یې چې وارخطا کوي؟ نو خلک چپ شول، حذیفة بن الیمان رضي الله عنهما وویل: ما ترې اورېدلي، نو عمر رضي الله عنه خوشحاله شو، او ورته یې وویل: په پلار دې آفرین شه چې ستا په څېر اولاد یې راوړی؛ ووایه، حذیفة وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: فتنې به راښکاره شي او د انسان زړه پورې به داسې ونښلي لکه څنګه چې پُوزکی د ویده انسان ډډو پورې نښلي، او د فتنو د سختوالي له امله به زړه اغیزمن کړي، دا فتنې به یوه د بلې پسې تکرارېږي، نو کوم زړه ته چې ننوته، هغه خوښه کړه او داسې ورسره ګډه شوه لکه څنګه چې څښاک بدن ته داخلېږي؛ نو د هغه انسان په زړه کې به تور ټکی کېښودل شي، او کوم زړه یې چې رد کړي، نو په هغه زړه کې به یو سپین ټکی کېښودل شي، تر دې چې زړونه به دوه ډوله شي؛ یو سپین زړه درلودونکی چې په سخت سپینوالي سره به غوټه شوی وي او له نېمګړتیاوو به سلامت پاتې وي، او فتنه به ورته نه وي رسېدلي او هېڅ اغیز به یې پرې نه وي کړی لکه د یوې خویه ډبرې په څېر چې هېڅ شی ورپورې نه نښلي، نو فتنه به ورته هېڅ زیان ونه رسوي، تر دې چې د الله تعالی حضور ته ورشي. او بل زړه به هغه وي چې د فتنو له امله یې رنګ تور اوښتی وي، لکه د کږې یا چپه کوزې په څېر چې اوبه پکې نه ټینګیږي، نو دا زړه به هم همداسې وي چې نه ورپورې خېر نښلي او نه پوهه او حکمت، نه به نیکي پېژني او نه به له بدۍ انکار کوي، مګر هغه څه به کوي چې هغه یې خواهش لري. او حذیفه عمر ته وویل: دا فتنې به ستا په ژوند کې یوه هم راښکاره نه شي، ځکه ستا او د هغوی تر منځ یوه بنده دروازه ده چې نږدې ده ماته شي، عمر وویل: آیا په ماتېدو سره به ماتېږي؟ که چېرته خلاصه شوې وای، کېدی شي بېرته پورې شوې وه، حذیفه وویل: نه، بلکې ماتېږي به، او دا دروازه یو سړی دی چې هغه به وژل کېږي او یا به مړ کېږي. او ما چې د څه یادونه وکړه دا یو منل شوی کره خبر دی، نه دې د لیکوالانو له کتابچو څخه دی او نه د چا نظر دی، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی.