پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسېد چې عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما ټول کال پرلهپسې روژې نیسي او نه یې ماتوي، او ټوله شپه لمونځ کوي او نه ویده کېږي؛ نو له دې کاره یې منع کړ او ورته یې وویل: "روژه نیسه او بوزه کېږه هم، تهجد کوه او ویده کېږه هم". او له پرلهپسې روژو نیولو او ټولې شپې لمونځ کولو یې منع کړ، او ورته یې وفرمایل: بېشکه که ته دا کار وکړې، نو سترګې به دې کمزورې شي، ژورې به شي او دننه به لاړې شي، نفس به دې ستړی، تن به دې ستومانه او کمزوری شي؛ نو هغه چا روژه نده نېولې چې ټول کال روژه کېږي؛ ځکه چې د نهې د مخالفت له وجې د روژې ثواب یې نه دی ترلاسه کړی، او نه بوزه شوی دی، ځکه چې تل به یې روژې نیولې. بیا یې ورته لارښوونه وکړه چې له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه ونیسي، نو داسې به وي لکه ټول کال چې روژه شوی وي؛ ځکه (په ثواب کې) هره ورځ د لسو ورځو سره برابره ده، او دا تر ټولو لږ زیاتوالی دی چې له مخې یې نیکي څو چنده کېږي. نو عبد الله وویل: زه لدې زیاته وړتیا ولرم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې داسې ده نو د داود علیه السلام په څېر روژه ونیسه چې هغه د (نفلي) روژو نیولو لپاره تر ټولو غوره حالت دی، هغه به یوه ورځ روژه نیوله او بله ورځ به بوزه کېده، او د ښمن سره د مخ کېدو پر مهال به یې تېښته نه کوله؛ ځکه روژې نیولو یې بدن نه و کمزوری کړی.