له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره سخت ګواښ بیانوي چې له خپل امام څخه مخکې سر راپورته کوي، چې الله تعالی به یې سر د خره سر وګرځوي او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • مقتدي له امام سره څلور حالتونه لري: درې هغه دي چې منع ترې شوې ده چې هغه: مخکې کېدل، برابر حرکت کول، او وروسته ترې پاتې کېدل دي، او د مقتدي لپاره روا حالت د امام متابعت کول دي.
  • په لمانځه کې پر مقتدي د امام متابعت واجب دی.
  • د هغه چا د څېرې بدلولو ګواښ چې له امام څخه مخکې سر پورته کوي چې سر به یې د خره شي او دا کار شونی دی او دا یو ډول مسخه ده.