له وابصة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ.
حسن - ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې د صف تر شا یې یوازې لمونځ کاوه، نو هغه ته یې امر وکړ چې خپل لمونځ بېرته راوګرځوي، ځکه چې په دې صورت کې د هغه لمونځ صحيح نه و.
د حديث له ګټو څخه
د جماعت لمانځه ته پر وختي راتللو ټینګار او مخکې درېدل، او دا چې باید د صف تر شا ځانته لمونځ ونه کړي، تر څو یې لمونځ باطل نه شي.
ابن حجر رحمه الله ویلي: څوک چي په صف کې يوازي لمونځ پيل کړي او بيا له رکوع نه د راپورته کېدلو نه مخکي صف ته ننوځي، پر هغه د لمانځه راګرځول واجب نه دي، لکه څنګه چې د ابوبکره په حديث کې راغلي دي، که نه نو د وابصه د حدیث د عموم له مخې پرې راګرځول واجب دي.