رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: له خپلوانو سره په خپلوۍ پاللو او نیکۍ کولو کې پوره انسان هغه څوک ندی چې د نیکۍ مقابل کې نیکي کوي، په صله رحمۍ کې حقیقي او بشپړ پالونکی انسان هغه څوک دی چې کله ورسره خلک خپلوي پرې کړي نو دی یې ورسره بېرته وصلوي (پالي) اګر که بد یې ورسره هم کړي وي، خو هغه یې په مقابل کې ورسره نیکي کوي.