له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول ﷺ وفرمایل: رسول ﷺ وفرمایل: دخپل ورور ملاتړ وکړه، هغه که ظالم وي اویا مظلوم»، یو سړي وویل:«اې د الله رسوله! که مظلوم وي نو مرسته به یې وکړم، خو که ظالم وي نو څنګه یې ملاتړ وکړم؟ «رسول ﷺ وفرمایل: «هغه د ظلم کولو څخه منع کوئ؛ نو همدا یې ملاتړ دی». صحيح دی - بخاري روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول ﷺ مسلمان ته امر کړی چې د خپل مسلمان ورور ملاتړ وکړي، هغه که ظالم وي او یا مظلوم، نو یو سړي وویل: اې د الله رسوله! کله چې مظلوم وي نو ملاتړ به یې وکړم تر څو پرې د ظلم مخنیوی وکړم، نو دا چې ظالم وي څنګه یې مرسته وکړم؟ هغه وفرمایل: منع کوې به یې، لاسنیوی به یې کوې چې ظلم ونه کړي؛ نو همدا یې په خپل هغه نفس او شیطان برلاسی دی چې په بدۍ ورته امر کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د مسلمانانو تر منځ د ایماني ورورګلوۍ د یو حق یادونه.
  • د ظلم څخه د ظالم لاس نیول او د ظلم څخه یې منعه کول.
  • د جاهليت د مفاهیمو پر وړاندې د اسلام مخالفت، ځکه هغوی یو د بل ملاتړ کوي، برابره خبره ده که ظالم وي او یا مظلوم.