explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د وېرولو یا لوټلو په موخه د دوی په وړاندې د وسلو پورته کولو په اړه خبرداری ورکړی، چې څوک د دې لپاره دا کار وکړي چې مسلمانان ووېروي او یا یې لوټ کړي، نو یقینا چې د لوي جرم او له ګناهونو څخه د لویي ګناه مرتکب شوي، او د دې لوي ګواښ مستحق وګرځېده.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • مسلمان ته د خپلو مسلمانانو ورونو په وړاندې د جنګېدو په اړه سخت خبرداری.
  • د ځمکې پر مخ یو له سترو بدیو او لویو فسادونو څخه د مسلمانانو په وړاندې د وسلو پورته کول او د قتل له لارې فساد جوړول دي.
  • یاد شوی اخطار د حقې مبارزې په اړه نه دی، لکه د نافرمانو او فاسدو خلکو په وړاندې مبارزه او داسې نور.
  • په وسلو او یا بل څه سره د مسلمانانو د وېرولو حراموالی، که څه هم په ټوکه وي.