رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له دوو قبیلو؛ عرینه او عکل څخه ځینې خلک راغلل او مسلمانان شول، نو په مدینه کې ورته یو ډول ناروغي پېدا شوه چې له امله یې د دوی ګېډې وپړسېدې، نو په مدینه کې یې مېشتېدل خوښ نه شو، ځکه چې خواړه او هوا یې په دوی ښه ونه لګېده. نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې د زکات د اوښانو پنډغالي ته لاړ شي او له متیازو او شېدو څخه یې وڅښي، نو دوی لاړل، کله چې ورغېدل، غټ او چاغ شول او رنګونه یې بېرته ځای ته راغلل نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شپون یې وواژه او اوښان یې له ځان سره مخکې کړل، تر دې چې د ورځې په پېل کې یې خبر راغی، همغه و چې خلک یې پسې ولېږل او ونیول شول، کله چې لمر ښه راپورته شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اسیران راوستل شول، هغه یې د لاسونو او پښو د پرې کولو او سترګو ړندولو امر وکړ، ځکه دوی دا کړنې له چوپان سره کړې وې، بیا په سره او ګرمه دښته کې وغورځول شول، اوبه یې غوښتلې خو نه ورکول کېدې تر دې چې مړه شول. ابو قلابه وایي: دوی غلا او قتل وکړ او له ایمان راوړلو وروسته کافران شول او د الله او د هغه د رسول پر وړاندې یې جګړه وکړه.