رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده. د جمعې ورځې له ځانګړنو څخه دا دي چې: الله جل جلاله آدم علیه السلام په همدې ورځ پیدا کړ، جنت ته یې داخل کړ او په همدې ورځ یې بېرته ترې راوویست او ځمکې ته یې ښکته کړ، او قیامت هم د جمعې له ورځې پرته نه راځي.